د کورنیو چارو وزارت مشرتابه د ایران اسلامي جمهوریت د پارلمان د غړو په ګډون له راغلي پلاوي سره ولیدل.

په دغه لیدنه کې د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال مولوي نور جلال جلالي د مشرتابه په استازولۍ، راغلي پلاوي ته، چې د یاد هیواد پارلمان غړي، د روغتیا وزارت استازی او د سفارت غړي پکې شامل وو ښه راغلاست ووایه او په یو شمېر مسایلو یې خبرې اترې وکړې.
ښاغلي جلالي وویل، افغانستان له ایران سره ګڼ شمېر مشترکات لري او د یو ګاونډي په توګه یې ټولو مشروع حقوقو ته درناوی کوي. نوموړي له راغلي پلاوي په دې هکله مننه وکړه، چې د ایران اسلامي جمهموریت له کلونو په خپله خاوره کې میلونونو افغانانو ته ځای ور کړی دی او په خبره یې، خوښ یو، چې ایران هیڅکله له افغان مهاجرو څخه د سیاسي فشار په توګه کار نه دی اخیستی.
هغه زیاته کړه، هېچاته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې ګاونډیو ته امنیتي ګواښ پېښ کړي او په وینا یې، چې د کورنیو چارو وزارت امنیتي ځواکونه په دې بریالي شوي دي، چې په ټول هیواد کې ورته امنیتي ستونزې له منځه یوسي.
د ایران اسلامي جمهوریت د پلاوي غړو په خپلو خبرو کې د امنیت ستاینه وکړه او وې ویل، چې اسلامي امارت د عاشورا په ورځو کې بې سارې امنیت ټينګ کړی و. دوی د کورنیو چارو وزارت نشه یي توکو سره د مبارزې هڅې هم وستایلې او له اسلامي امارت سره یې د ښو اړیکو او همغږۍ له امله خوښي څرګنده کړه.