د کورنیو چارو وزارت له پالیسيو او طرزالعملونو څخه د چارواکو د پوهاوي غونډه ترسره شوه
د کورنیو چارو وزارت د پالیسيو، طرحو او طرزالعملونو په اړه د پوهاوي او خبرتیا غونډه نن له غرمې مخکې د کورنیو چارو وزارت د سرپرست وزیر په مشرۍ او همدارنګه د وزارت د معینانو، رییسانو او د ولایتونو د امنیه قوماندانانو په ګډون د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د پلان او پالیسي د لوی رییس له لوري د پولیسو د کړنو او فعالیتونو په تړاو هغه پالیسۍ، طرحې او طرزالعملونه ګډونوالو ته تشرېح شوې، چې د تېرو دوه کلونو په لړ کې تدوین شوې دي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست حیات الله حیات په دې غونډه کې تدوین شوې طرحې، پالیسۍ او طرزالعمونه د پولیسو منسوبینو لپاره د لارې نقشه او هر اړخیزه تګلاره یاده کړه او خبرداری یې ورکړ چې د دې پالیسيو د تطبیق په برخه کې هېڅ ډول ناغېړي او سرغړونه د منلو نده.
په همدې حال کې؛ د کورنیو چارو وزارت د پالیسي او ستراتېژي معین صدیق صدیقي هم یادونه وکړه چې د ۱۳۹۸یم کال راپدېخوا د کورنیو چارو وزارت د بېلابېلو برخو لپاره د پالیسيو، طرحو او طرزالعملونو ۱۱۴ سندونه جوړ شوي، څو د پولیسو منسوبین او مسوولین یې په اډاڼه کې خپلې چارې تنظیم کړي.
هېره دې نه وي، چې په دې غونډه کې د خطر مدیریت کمېټې سند چې په تازهګۍ سره یې پالیسي هم جوړه شوې ده، د کورنیو چارو د سرپرست وزیر له لوري لاسلیک شو.