د کورنیو چارو وزارت لخوا په بغلان او تخار ولایتونو کې د څه باندې ۲۱ میلیونه افغانیو په ارزښت انکشافي پروژې پیل او بشپړې شوې
د کورنیو چارو وزارت د اساسي تاسیساتو او زیربناوو د پیاوړتیا په دوام، د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ د اطفایې آمریت د ودانۍ جوړولو چارې د ۳ میلیونه او ۳۵۰ زره افغانیو په ارزښت بشپړې شوې او په یاده قوماندانۍ کې د ۲۸۵۰,۰۰۰ افغانیو په ارزښت د ۲۰۰ لمونځ کوونکو لپاره د یوه جومات د جوړولو کار پیل شو.
همدارنګه، د امنیتي منسوبینو او ولسي مراجعینو لپاره د اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه، په تخار ولایت کې د پاسپورټ آمریت او صحي آمریت لپاره د دوو نویو ودانیو د جوړولو چارې د څه باندې ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت په رسمي ډول پرانیستل شوې.
د یادو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت د تاسیساتو رئیس مولوي فضل الرحمن حقاني وویل، د دغو زیربنایي پروژو د تطبیق اساسي موخه د شرطې ځواکونو د کاري چاپېریال ښه کول، د روغتیايي او امنیتي خدمتونو د کیفیت لوړول او خلکو ته د منظمو اطفایوي او اداري اسانتیاوو برابرول دي.