د کورنیو چارو وزارت سرپرست کابل کې د شهید عبدالمنان په نوم جوړ شوی جومات پرانیست
د کورنیو چارو وزارت سرپرست محترم خلیفه سراج الدین حقاني د کابل ښار اړوند یوولسمې امنيتي حوزې په انګړ کې د شهید عبدالمنان په نوم د جوړ شوي جومات په پرانیستغونډه کې ګډون وکړ.
په دې موخه په جوړو شوو مراسمو کې د يادې امنيتي حوزې د علماوو شورا مشر، شیخ حضرت بلال او قومي مشر ګل آغا، يادې غونډې کې د خلیفه صاحب ګډون د ویاړ ځاې وباله او د يادې حوزې اړوند سیمه کې يې د خوندي امنیت ډاډ ورکړ.
هغوی د حکومت او ملت ترمنځ د ښه چلند او تعامل ستاینه وکړه او د خدماتو ترسراوي په برخه کې يې د يادې حوزې د مسؤلينو له هڅو مننه وکړه.
محترم خليفه صاحب دې ناستې ته په وينا کې د شهید عبدالمنان په نوم د جومات پرانیسته او د خیر په چارو کې د جهادي اتلانو یادونه تاریخي ارزښت او د هغوی حق وباله. هغه د شهید عبدالمنان د کارنامو يادونه وکړه او د شهیدانو ارمانونو په پوره کېدو او د هغوی پر لار تګ باندې يې ټینګار وکړ.