د کورنیو چارو وزارت سرپرست په افغانستان کې د المان هېواد له سفیر سره وکتل

jamil-moi
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۸ - ۱۳:۵۰
8

د کورنیو چارو وزارت سرپرست حیات الله حیات تېره ورځ په افغانستان کې د المان هېواد له سفیر اکسل زیدلر او د یاد هېواد د پولیسو پروژې له رییس سره وکتل او د پولیسو د کړنو او لاسته راوړنو په اړه یې خبرې وکړې.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست په دې ناسته کې د افغانستان د ملي پولیسو د تجهیز او پیاوړتیا له امله د المان هېواد له مرستو او همکاریو مننه وکړه او ویې ویل، چې اوسمهال د هېواد ملي پولیس د نړیوالې ټولنې په تېره بیا د المان هېواد په مرستو سره د قانون د تنفیذ او د جرمونو پر وړاندې د مبارزې په برخو کې لا مجهز او مسلکي شوي دي.
ښاغلي حیات د همکاریو پر دوام هم ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې امنیتي ځواکونو په ځانګړې توګه د ملي پولیسو په برخه کې د المان هېواد تخنیکي او مالي مرستې لا هم اړینې دي.
په همدې حال کې؛ په افغانستان کې د المان هېواد سفیر اکسل زیدلر هم د کورنیو چارو وزارت له اصلاحي برنامو ستاینه وکړه او له ملي پولیسو سره یې د المان هېواد د مرستو او همکاریو ډاډ ورکړ.