د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر د خصوصي سکتور له غړو، سوداګرو او پانګوالو سره وکتل

jamil-moi
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۷ - ۱۰:۷
7

د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي پرون ماسپښین په خپل کاري دفتر کې د سوداګرۍ خونې د فدراسیون له مشرتابه هیات، سوداګرو، پانګوالو او د ښځینه سوداګرو له مسوولینو سره وکتل او د سوداګرو د امنیت ساتنې په برخه کې يې د دوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.
دوی په کورنیو چارو وزارت کې د رامنځته شویو اصلاحاتو د لا غښتلتیا غوښتنه وکړه او د خپلو امنیتي ستونزو پر حل یې ټینګار وکړ.
ګډونوالو د سوداګرو غوښتنې ته د رسېدنې او د همکاریو د لا تقویت په برخو کې وړاندیز وکړ، څو د خصوصي سکتور او کورنیو چارو وزارت تر منځ ګډه کمېټه رامنځته شي. همدارنګه د افغاني محصولاتو د صادر کوونکو د ستونزو د ترلاسه کولو په پار یې په تورخم کې د باصلاحیته هیات د لېږلو غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې؛ د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي د یادو مسوولینو له نظرونو او وړاندیزونو مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې د ستونزو د ترلاسه کولو او په تورخم کې د خصوصي سکتور غوښتنو ته د رسېدنې په موخه به ننګرهار ولایت ته باصلاحیته هیات واستوي.
محمد مسعود اندرابي وویل، چې د کورنیو چارو وزارت مشرتابه به د خصوصي سکتور د امنیتي ننګونو د حل په برخه کې لا غښتلي ګامونه پورته کړي او همداراز د وسلو او زرې جوازونو پړاوونه یې ساده کړي دي.
ښاغلي اندرابي د کورنیو چارو وزارت په بېلابېلو برخو کې د رامنځته شویو اصلاحاتو په اړه وویل، چې په کورنیو چارو وزارت کې د جوړښت او د فساد پر وړاندې د مبارزې برنامې چټکې شوې او د هېواد د لویو لارو امنیت ساتنه لومړیتوب دی او همدارنګه د بغلان او اندخوی پر مسیرونو د ترهګرو طالبانو د باج اخیستنو سیمې د ترهګرو له شتونه پاکې شوې دي.