د کورنیو چارو وزارت سرپرست د کندوز ولایت د امنیتي وضعیت او د جګړې مدیریت په پار یاد ولایت ته سفر وکړ
![7](/sites/default/files/2021-06/201990429_2042861692518384_7822173193397015798_n_17.jpg)
د کورنیو چارو نوماند او سرپرست وزیر جنرال عبدالستار میرزکوال د کندوز ولایت د امنیتي وضعیت او همدارنګه د ترهګرو پر وړاندې د جګړې مدیریت په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر د یوې امنیتي غونډې په ترڅ کې د یاد ولایت د امنیتي او دفاعي ځواکونو له مشرتابه سره وکتل او د ترهګرو ډلو پر وړاندې یې د جنګي کړنلارې د ارزونې سربېره، د قوتونو د ځای پر ځای کولو څرنګوالی وارزوه او همداراز امنیتي مسوولینو ته یې د امنیتي خلاوو د ډکولو په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.
جنرال عبدالستار میرزکوال د کندوز جګړې د لومړۍ کرښې د ځواکونو کړنې وستایلې او ویې ویل، چې د ترهګرو پر وړاندې د مبارزې او بریا اصلي شرط د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر منځ همغږي ده؛ نو له همدې امله هر ترورېستي ضد فعالیت باید په ګډه پر مخ یوړل شي.