د کورنیو چارو وزارت سرپرست د هلمند ولایت د ولایتي شورا له غړو سره وکتل

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۸ - ۹:۳۵
۷

د کورنیو چارو سرپرست وزیر جنرال عبدالستار میرزکوال هلمند ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د ولایتي شورا له غړو سره وکتل.
جنرال عبدالستار میرزکوال په دې کتنه کې د هلمند د امنیتي وضعیت په تړاو د یاد ولایت د ولایتي شورا د غړو ستونزې او اندېښنې واورېدې او ډاډ یې ورکړ چې د هېواد ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه به تر وروستۍ سلګۍ د خلکو د دفاع لپاره ولاړ وي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست د امنیتي وضعیت په ښه‌والي کې د ولایتي شورا د غړو سلا مشورې ګټورې یادې کړې او له دوی څخه یې وغوښتل څو د خپلو ملي امنیتي ځواکونو سره د همکارۍ او همغږۍ په برخو کې د وصل ټکي شي.