د کورنیو چارو وزارت سرپرست د بریتانیا له سفیر سره وکتل
د کورنیو چارو سرپرست وزیر جنرال عبدالستار میرزکوال نن په کابل کې د بریتانیا له سفیر ښاغلي سرلوري بریستو سره وکتل.
په دې کتنه کې پر هر اړخیزو همکاریو او همدارنګه د ترورېزم پر وړاندې پر ګډې مبارزې بحث وشو.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست د بریتانیا له سفیر سره په کتنه کې د بریتانیا له مرستو او همکاریو مننه وکړه او ویې ویل چې ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه په ځانګړې توګه پولیس اوس له خاورې د دفاع او ساتنې توان لري او هېڅ ترهګرې ډلې ته اجازه نه ورکوي چې هېواد کې نظم مختل کړي.
په همدې حال کې؛ د بریتانیا سفیر ښاغلي سرلوري بریستو هم ټینګار وکړ چې د افغانستان له ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ د ترهګرو د ګواښونه د شنډولو یوازینۍ لاره ده او هېواد یې د یادو ځواکونو په ځانګړې توګه د ملي پولیسو د ملاتړ هوډ لري.