د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقانی شمالي ولایتونو ته د سفر په لړ کی کندز ولایت ته ورسېد.

moi-af
شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۷ - ۱۷:۲۰
aggag

 

قومي مشر سپین ږيری ډاکټر عبدالستار د خلیفه صاحب سفر د کندز ولسونو لپاره سعادت او د شهیدانو د ورثه و د حال پوښتنه وبلله. 
نوموړي زیاته کړه: کندز په دوو انقلابونو کې د بې مثاله قربانیو شاهد پاتې شوی دی، نو د دې ولایت مجاهدبنو ته باید په لوړه کچه د خدمت فرصت ورکړل شي

قاري محمد سیرت د کندوز ولايت د پوهنتون رئیس وویل: 
علمي مراکز د تحقیق نه بغیر خپلې اصلي دندې نه شي ترسره کولای؛ مونږ په پوهنتون کې یوهٔ تحقیقاتي مرکز ته ضرورت لرو. همدا راز د کندز ولایت په  زراعت د هېواد په کچه حساب کېږي، په کار ده چې  د زراعت پوهنځی ولرو. 

د کورنیو چارو سرپرست وزیر د خلکو د ویناو او غوښتنو تر اورېدلو وروسته وویل: ستاسې خبرې او وړاندیزونه مې واورېدل، د نظام د وس په حدودو کې به ان شاءالله لازم اجراات وشي. 

ما چې کله امیرالمؤمنین حفظه الله ته وویل چې شمال ته ځم، ډېر خوښ شو او راته یې وویل : ما هم غوښتل چې هلته لاړ شم، اوس چې ته روان یې، زه به خپل تګ وځنډوم، خو هغو مجاهدو ولسونو ته مې سلام او درنښټ ورسوه چې د الله ج د دین په لار کې یې سخت تکلیفونه ولیدل، رب ج دې یې په خپل دربار کې قبول کړي. 

خلیفه صاحب وویل: کندز تل د باطل په مقابل کې د حق «غر» ګرځیدلی دی، کله چې مظلومو مسلمانانو د نصرت غږ شوی، تاسو وردانګلي دي. کله چې به په نورو ګاونډیو ولایتونو کې د مجاهدينو همکارۍ او کومک ته ضرورت وو، نو زمونږ غږ به د کندز په مجاهدینو وو.