د کورنیو چارو وزارت سرپرست، محترم خلیفه سراج الدین حقاني، د قطر هېواد د سفارت له نوي شارژدافېر دوکتور مردف القاشوطي سره وکتل

moi-af
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳ - ۱۴:۴۱
fgfgfgdfgd

په دې ناسته کې، خلیفه صاحب ښاغلي دوکتور مردف القاشوطي ته د نوي شارژدافېر په توګه د ټاکنې مبارکي وویله او د هغه راتګ یې د دواړو هېوادونو لپاره اهمیت وړ وباله. نوموړي د قطر او افغانانو ترمنځ تاریخي اړیکې وستایلې او د لا ډېرو همکاریو ډاډ یې ورکړ.

دوکتور مردف القاشوطي د خلیفه صاحب له هرکلي مننه وکړه او د خپلو هڅو او هیلو یادونه یې وکړه. نوموړي ټينګار وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاریو او د اړیکو پیاوړتیا ته به دوام ور کوي.