د کورنیو چارو وزارت د ښوونې او پرسونل معین له ارزګان ولایت څخه لیدنه وکړه

hakimi-moi
شنبه ۱۳۹۹/۵/۲۵ - ۱۸:۱۳
1

د کورنیو چارو وزارت د ښوونې او پرسونل معین لوی پاسوال محمد انور بریپال، ارزګان ولایت ته د سفر پر مهال د یاد ولایت امنیتي وضعیت وارزوه.
محمد انور بریپال د ارزګان ولایت د پولیسو له منسوبینو سره د کتنې سربېره، د دې ولایت د پولیسو جګړه ییز وضعیت وڅېړه او همدارنګه د دې ځواکونو د کړنو، ستونزو او ننګونو راپور یې واورېده.
د کورنیو چارو وزارت د ښوونې او پرسونل معین په هېواد کې د سولې او ټیکاو د ټینګښت په برخه کې د زړورو پولیسو سرښندنې او قربانۍ مهمې وبللې او ټینګار یې وکړ، چې د کورنیو چارو وزارت مشرتابه به د پولیسو له منسوبینو پوره ملاتړ او پالنه وکړي.