د کورنیو چارو وزارت د وړتیا لوړونې له مرکز(سټاف کالج) څخه ۳۷۰ تنه له مسلکي زده کړو وروسته فارغ شول

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۲ - ۱۱:۵۰
dfa

یاد شمېر منسوبین نن په یوه ځانګړې غونډه کې، چې د کورنیو چارو وزارت د اداري مرستیال د دفتر ریس " شیخ محمد طاهر حلیم" هم په کې ګډون کړی و،فارغ شول.

د غونډې په پیل کې د یاد مرکز قومندان "مولوي عبدالهادي منعم " میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنک د "سټاف کالج" له ګډونوالو مننه وکړه، چې په پوره ژمنتیا یې خپلې مسلکي زده کړې سرته ورسولې.

ورپسې د همدې کالج د پلان مدیر "محمد احسان نیکپال" د فارغو ګډونوالو د زده کړو د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل.
 
دکورنیو چارو وزارت د د اداري مرستیال د دفتر ریس" شیخ محمد طاهر حلیم" هم خبرې وکړې او د مبارکۍ ترڅنګ یې په اسلام کې د مسلکي زده کړو پر اهمیت بحث وکړ او زیاته یې کړه، چې په اسلام کې د مسلکیتوب اهمیت څرګند دی.

وروسته د زده کړیالانو په استازولۍ د کابل ولایت د ترافیکو ریس " مولوي خیال محمد غاور" خبرې وکړې، چې د زده کړو په مهال یې د ښوونکو له زیار او هلو ځلو مننه وکړه.نوموړي له فارغو زده کړیالانو هم وغوښتل چې د دندو په مهال له خلکو سره نیک چلند وکړي او په وینا یې، "د ملت په وړاندې د خدمت دروازې پرانیزئ".

هېره دې نه وي چې د لوړتیا لوړونې مرکز" سټاف کالج" په څلورمه دوره فراغت غونډه کې زده کړیالانو د ر هبرۍ او مدیریت، ستراتیژیک مدیریت، جنایي پیښو سره د مبارزې، د پېښې د څېړلو ځای، ترافیک، رهبري مدیریت، د ترافیکي اساساتو رهبرۍ او یو شمېر نورو برخو کې مسلکي زده کړي وکړې، چې ډېر زر به ټولنې ته د چوپړ په موخه وړاندې شي.