د کورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رئیس د چهاردهي له اوسېدونکو سره وکتل

د کورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو لوی رئیس، الحاج مولوي عبدالحکیم "همت" اخندزاده، نن د کابل ولایت د پنځو ناحیو اړوند د چهاردهي سیمې له ګڼ شمېر علماوو، قومي مشرانو، مخورو، ملکانو، د ګذر وکیلانو او نورو بانفوذه شخصیتونو سره لېدنه وکړه.
په دې ناسته کې د خلکو او حکومت ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا، پر وخت د خدماتو وړاندې کول، د ولس ستونزو ته غوږ نیول او د مسؤلو مقاماتو تر خبرولو پورې موضوعات باندې بحث او خبرې اترې وشوې. همداراز، په ټولنیزو چارو کې د ځوانانو او مشرانو رول او د خدماتو د لا ښهوالي لپاره د ګډو هڅو اړتیا هم وڅېړل شوه.
ښاغلي همت د سیمې اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ چې د خدماتو په برخه کې به لازم، جدي او اغېزناک ګامونه پورته شي، ترڅو خلک د امنیت له موجود وضعیت او دولتي خدماتو څخه په ډاډمنه توګه ګټه واخلي.
د عامه اړیکو رییس زیاته کړه چې دا لېدنې به پراخې شي او هڅه کېږي چې د هېواد ټولې ولسي شوراګانې او ټولنیز بنسټونه د ګډ کار او همکارۍ تر چتر لاندې راټول شي، ترڅو د هېواد په کچه په بنسټیزو او مثبتو برخو کې اغېزناک پرمختګ رامنځته شي.
په پای کې د چهاردهي اوسیدونکو چې د کابل ښار په نږدې پنځو ناحیو کې میشت دي او د کورنیو شمېر یې نږدې سل زره او نفوس یې له شپږ سوو زرو تر اوو سوو زرو کسانو پورې اټکل شوی ــ له اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ څرکند او د وفادارۍ ژمنه یې وکړه. دوی د کورنیو چارو وزارت د امنیتي او ټولنیزو خدماتو ستاینه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې له سیمهییزو مشرانو، شوراګانو او متنفذینو سره دې همکارۍ لا زیاتې شي.