د کورنیو چارو وزارت د ستر امنیتي معین په مشرۍ د دې وزارت له مرستیالانو، رییسانو او قومندانانو سره ګډه امنیتي غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین ستر پاسوال اختر محمد ابراهیمي د ولایتونو د امنیه قومندانانو ستونزې او ننګونې واورېدې او اړوند چارواکو ته یې د حل لارو په موخه بېړنۍ سپارښتنې وکړې.
د دې ترڅنګ؛ ښاغلي ابراهیمي د نورستان، غزني، پکتیا، کندهار، ارزګان، هلمند، فاریاب، بدخشان او زابل ولایتونو د پرسونل د اپس سیسټم په بشپړېدو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې په اپس سیسټم کې د پرسونل شاملېدل، له ځنډ پرته د دوی د حقوقو او امیتازاتو د ورکړې لامل کېږي.
د غونډې په لړ کې ښاغلي ابراهیمي د کشفي او استخباراتي بنسټونو ترمنځ همغږي اړینه وبلله او ویې ویل، چې د عملیاتو پر مهال د ملکي تلفاتو د مخنیوي په موخه باید له ځانګړو کړنلارو ګټه واخیستل شي څو په ملکي تلفاتو کې پوره کموالی راشي.
همداراز د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین د پېژنتون ریاست ته سپارښتنه وکړه؛ څو د روټېشن لړۍ دې رڼه او د مسلک په اساس ترسره کړي.
په غونډه کې د لویو لارو د امنیت په ټینګښت او د ژمنیو عملیاتو په چټکتیا هم غور وشو او زیاته شوه چې ولایتونو ته باید اکمالات په وخت سره ترسره شي.