د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د هېواد په پنځو ولایتونو کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې ۲۰ تنه د غلا او قتل په تړاو نیولي دي.
په نیول شویو کسانو کې ۱۲ تنه د کونړ ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو، ۴ تنه غله په فراه ولایت، ۲ تنه غله په کندوز ولایت، یو غل په نورستان ولایت او یو بل تن هم د قتل په تړاو په زابل ولایت کې نیول شوی دی.