د کورنیو چارو وزارت د انسجام ریاست له لوري د ظرفیت لوړونې لارښود سیمینار پای ته ورسېد
یاد سیمینار د کورنیو چارو وزارت د اداري معینیت د انسجام ریاست له لوري د وزارت مرکزي ریاستونو، د ښوونې او روزنې مدیرانو، ښوونیزو او روزنیز بنسټونو، د پلان آمرینو، او د کابل ولایت د امنیتي حوزو او ولسوالیو د قوماندانیو د ښوونې او روزنې آمرینو ته د لا پوهاوي او ظرفیت لوړونې په موخه په لاره اچول شوی و.
جوړ شوي سیمینار ته د کورنیو چارو وزارت د اداري معینیت نظامي مرستیال شیخ محمد نظر شینواري او د انسجام ریاست رییس پاسوال محمد رحمان اخلاص په خپلو خبرو کې د ورته سیمینارونو جوړول ارزښتناک وبلل او دا چاره یې د ادارو د کار کوونکو د پرمختګ لپاره ګټوره وبلله.
په پای که د مسوولینو له خوا ګډونوالو ته ستاېنلیکونه هم وویشل شول.