د کورنیو چارو وزارت خبرتیا

jamil-moi
7

د کورنیو چارو وزارت د منسوبینو، معلولینو او د پولیسو د شهیدانو د درنو کورنیو ستونزو او شکایتونو ته د رسېدنې په موخه؛ د کورنیو چارو وزارت مشرتابه پرېکړه کړې، چې له دې وروسته کولای شي د پنجشنبې په ورځو کې له (۱۰:۰۰ تر ۱:۰۰) پورې د یاد وزارت له منسوبینو سره په مسقیمه توګه وګوري او خپلې ستونزې له نږدې مطرح کړي. 
له همدې امله د کورنیو چارو وزارت هغه منسوبین چې ستونزې لري، رسول کېږي څو له دې وروسته په ټاکل شوي وخت کې د کورنیو چارو وزارت د مقام دفتر لومړي پوړ تالار ته مراجعه وکړي. 
درانه غوښتونکي کولای شي څو د هرې اونۍ له شنبې تر چارشنبې ورځو پورې د کتنې فورم د عامه خدمتونو له مرکز او یا هم د کورنیو چارو وزارت له وېب پاڼې څخه ترلاسه کړي او د کتنې وخت وټاکي. 
د اړیکو شمېرې: ۰۲۰۲۲۰۲۴۳۸ 
                                  ۰۲۰۲۲۰۱۶۴۳

مطبوعاتي اعلامیې

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۲:۵۷
Background image

د خېښۍ، ودونو، مصیبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنیوي په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ تعالی فرمان

بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيم

الحمدلله ربِّ العٰلمین والصَّلوٰة والسَّلام علٰی سیِّد المُرسلین و علٰی آله و أصحابه أجمعین.

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۰:۰
Background image

خبرتیا

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معینیت اړوند د پلان او  اوپراسیون لوی ریاست د چاودېدونکو توکو سره د مبارزې انجینرۍ ریاست له لورې د جېمر دستګاوو د وې

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۴:۳۱
Background image

د کورنیو چارو وزارت د پولیسو اکاډمۍ عمومي قوماندانۍ خبرتیا

د پولیسو اکاډمۍ عمومي قومانداني په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ لمریز کال د لیسانس زده‌کړو لپاره د کانکور ازموینې له لارې د مرکز او ولایتونو له بېلابېلو لې

Back to announcements