د کورنیو چارو وزارت تامیناتي مرستیال د لغمان او کونړ پولیسو تامیناتي چارې وارزولې
د کورنیو چارو وزارت د تامیناتو معین ریاض درمل لغمان او کونړ ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د پولیسو له مشرتابه سره د کتنې سربېره، د ملي پولیسو تامیناتي او لوژېستیکي ستونزې او ننګونې له نږدې وڅارلې.
ریاض درمل د پولیسو تامیناتي ستونزو ته رسېدنه د کورنیو چارو وزارت د رهبرۍ لومړیتوب یاد کړ او د هېواد د ګوټ ګوټ په ځانګړې توګه د لغمان او کونړ پولیسو ستونزو ته د پر وخت رسېدنې ډاډ یې ورکړ.
ښاغلي درمل لغمان او کونړ ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې په دې ولایتونو کې د پولیسو له تاسیساتو هم لیدنه وکړه او مسوولینو ته یې د چارو د لا سمون په موخه لازمې لارښوونې وکړې.