د کورنیو چارو وزارت اعلامیه!

rahimzai_moi

ښايي سبا د جمهوري ریاست د ځینو نوماندانو پلویان په کابل ښار کې لاریون وکړي. امنیتي ځواکونه د خلکو دیموکراتیکو حقونو ته په درناوي، د دوی امنیت خوندی ساتي؛ خو د نوماندانانو پلویان باید د لاریون پرمهال لاندې ټکي په جدي توګه په پام کې ونیسي:

۱) هېڅوک حق نلري، چې په ښار کې د عامه امن او نظم د ګډوډېدو او اخلال لامل وګرځي.

۲) هېڅوک حق نه لري، چې لاریون ته ناریه او جارحه وسلې راوړي.

۳) هېڅ لاریون کوونکی نشي کولای، چې د لاریون پر مهال له امنیتي ځواکونو سره له اخ او ډب او تاوتریخوالي کار واخلي.

کورنیو چارو وزارت د عامه امن او نظم د ټینګښت او د لاریون کوونکو د امنیت د خوندي ساتنې په برخه کې پوره تیاری لري او هر هغه څوک چې د خلکو د روحي وضعیت د ترینګلتیا او غیرقانوني کړنو لامل شي، نو د پولیسو له جدي قانوني چلند سره به مخ شي.

مطبوعاتي اعلامیې

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۸:۵۶
Background image

خبرتيا!

د کورنیو چارو وزارت د تفتیش لوی ریاست په هېواد کې د پولیسو پر فعالیتونو څارنه کوي او په هېواد کې د کورنیو چارو وزارت له لوري وړاندې کېدونکو چوپړتياوو

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳۱ - ۱۴:۵۰
Background image

خبرتیا!

د هغو موټرسایکلونو مالکینو او متصرفینو ته چې تر اوسه یې موټرسایکلونه جوازسیر او نمبر پلیټ نه لري (ګمرک یا مستوفیت) کې نه دي محصول شوي، یعنې یو کیلي

Back to announcements