د کورنیو چارو وزارت ابلاغیه

jamil-moi
7

درنو هېوادوالو!
د کرونا ویروس خپرېدل په ټوله نړۍ کې د انسانانو د روغتیا پر وړاندې یو جدي ګواښ دی.
کرونا ویروس په تړلو او ګڼه ګوڼه ځایونو کې په تېزۍ سره خپرېږي او خلک پرې اخته کېږي.
د کرونا ویروس څخه د مخنیوي اومخکنۍ درملنې لپاره د عامه اړیکو دولتي کمېټې پرېکړه کړې؛ څو د ټولو هوټلونو، لامبو حوضونو، حمامونو او ورزشي ټولنو فعالیتونه چې پکې د خلکو ټولېدنه زیاته ترسره کېږي؛ تر ثاني امره وځنډوي.
کورنیو چارو وزارت د یادو ټولګیو څښتنو ته خبر ورکوي، چې د راتلونکې ابلاغیې تر خپرېدو دې د هېوادوالو د ځان ساتنې په موخه خپل فعالیت ودروي.
کورنیو چارو وزارت د ملي پولیسو منسوبینو ته دستور ورکوي، چې د کابل ښاروالۍ سره په همکارۍ د پورته یاد شویو ټولګیو فعالیت پر وړاندې جدي قانوني چلند وکړي.
له درنو هېوادوالو هم هیله کېږي څو د دې ټولګیو د فعالیت د لیدو په صورت کې د ملي پولیسو له ۱۱۹ اطلاعاتي مرکز سره اړیکه ونیسي.

مطبوعاتي اعلامیې

چهارشنبه ۱۴۰۱/۶/۳۰ - ۱۴:۳
Background image

د پاسپورټ ریاست خبرتیا

د پاسپورټ ریاست د انلاین سیستم د ظرفیت لوړونې په پار ټولو هغو هېوادوالو ته خبر وکوي، چې د انلاین سیستم له لارې یې نومیلکنه کړي وي او وخت ورکړل شوي

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۱ - ۱۴:۲۴
Background image

د پاسپورټ ریاست ګرځنده ټیم

د پاسپورټ ریاست ګرځنده ټیمونه د ناروغانو ستونزو ته په کتو او لومړیتوب سره کار کوي، تر څو هغه ناروغان چې جسمي او صحي وضعیت یې کمزوری او نه شي کولای

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۱ - ۱۳:۲۱
Background image

اطلاعیه ریاست عمومی پاسپورت

د هېواد والو د پام وړ

Back to announcements