د کورنیو چارو وزارت ابلاغیه

jamil-moi
7

درنو هېوادوالو!
د کرونا ویروس خپرېدل په ټوله نړۍ کې د انسانانو د روغتیا پر وړاندې یو جدي ګواښ دی.
کرونا ویروس په تړلو او ګڼه ګوڼه ځایونو کې په تېزۍ سره خپرېږي او خلک پرې اخته کېږي.
د کرونا ویروس څخه د مخنیوي اومخکنۍ درملنې لپاره د عامه اړیکو دولتي کمېټې پرېکړه کړې؛ څو د ټولو هوټلونو، لامبو حوضونو، حمامونو او ورزشي ټولنو فعالیتونه چې پکې د خلکو ټولېدنه زیاته ترسره کېږي؛ تر ثاني امره وځنډوي.
کورنیو چارو وزارت د یادو ټولګیو څښتنو ته خبر ورکوي، چې د راتلونکې ابلاغیې تر خپرېدو دې د هېوادوالو د ځان ساتنې په موخه خپل فعالیت ودروي.
کورنیو چارو وزارت د ملي پولیسو منسوبینو ته دستور ورکوي، چې د کابل ښاروالۍ سره په همکارۍ د پورته یاد شویو ټولګیو فعالیت پر وړاندې جدي قانوني چلند وکړي.
له درنو هېوادوالو هم هیله کېږي څو د دې ټولګیو د فعالیت د لیدو په صورت کې د ملي پولیسو له ۱۱۹ اطلاعاتي مرکز سره اړیکه ونیسي.

Latest announcements

Sun, Feb 27 2022 3:46 PM
Background image

Ministry of Interior's Notice

Owners of all private and public companies, hotels, national businessmen and other people who use telecommunication system without legal permit/Lic

Sun, Jan 27 2019 2:31 PM
Background image

To All Afghan National Police Forces

Based on article 153 of Afghanistan Constitution and article 415 of Criminal Code, Armed forces and Police are not allow

Back to announcements