د کورنیو چارو سرپرست وزیر په کابل او لوګر کې د ملي پولیسو له ځانګړو ځواکونو لیدنه وکړه

hakimi-moi
یکشنبه ۱۳۹۹/۳/۴ - ۱۴:۵۸
1

نن د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي په کابل او لوګر ولایتونو کې د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو له ۲۲۲مې، ۳۳۳مې او د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو د عمومي قومندانۍ له ښوونیز مرکز څخه لیدنه وکړه او دوی ته یې د کمکي اختر مبارکي ورکړه.
محمد مسعود اندرابي د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو ۳۳۳مې ملي قطعې ته د خبرو پر مهال د افغانستان د خلکو دښمنانو او طالبانو ته په خطاب کې وویل: "که تاسو سوله غواړئ، موږ سوله کوو او که جګړه کوئ نو بیا دا ګز، دا میدان. ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه په هر حالت کې د خپلو خلکو او خاورې ساتنې ته تیاری لري، د افغانستان خلک سوله غواړي او موږ دې ته پام کوو او که د افغانانو دښمنان جګړه غواړي، نو موږ یې هم پر وړاندې درېږو او د تېرو کلونو په څېر دوی ته غوڅ ځواب ورکوو او همداراز له ملکي خلکو او عامه تاسیساتو به هم پوره ساتنه او پالنه کوو."
ښاغلي اندرابي د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو اتلولیو او سرښندنو ته درناوی وکړ او دوی یې د افغانستان د خلکو هیله او ویاړ یاد کړل.