د کورنیو چارو سرپرست وزیر په افغانستان کې د ترکیې هېواد له سفیر سره وکتل

jamil-moi
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۶ - ۱۶:۲۱
7

د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات نن په خپل کاري دفتر کې د دوست هېواد ترکیې له سفیر ښاغلي اوغوزخان ارطغرول سره وکتل او د ملي پولیسو د ملاتړ په برخه کې یې د یاد هېواد له مرستو مننه وکړه.
نوموړي له افغانستان سره په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د پولیسو د روزنې په برخه کې د ترکیې هېواد د همکاریو درناوی وکړ او ویې ویل، چې د افغانستان خلک هېڅکله د دوی مرستې او همکارۍ نه هېروي.
د ترکیې هېواد سفیر هم د افغان ملي پولیسو لاسته راوړنې د پاملرنې وړ یادې کړې او د کورنیو چارو وزارت د اصلاحي برنامو د ستاینې سربېره یې له افغان ملي پولیسو د ترکیې هېواد له ملاتړه ډاډ ورکړ.