د کورنیو چارو سرپرست وزیر: له ترکمنستان هیواد سره د داسې پالسې غوښتونکي يو چې د دواړو هیوادونو د ولسونو په ګټه وي.
پرون له مازدیګر وروسته د اسلامي امارت د کورنیو چارو سرپرست وزیر د ترکمنستان له بهرنیو چارو وزیر رشیدمرادوف او مل پلاوي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ دوستانه اړیکې، اقتصادي او ترانزیټي همکاري او ګډې اقتصادي پروژې او دهغوي د امنیت تامین تر بحث لاندې ونیول شو.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر محترم سراج الدین (حقاني) د ترکمنستان هیواد د بهرنیو چارو وزیرته په خطاب کې وویل.
ترکمنستان زموږ ورور اسلامی هیواد او د افغانستان د اشغال په مهال یې خپله بیطرفي حفظ کړې.
اوس چې افغانستان امن او دلته د جګړې او بي ثباتي امکانات له منځه تللي ورور هیواد ترکمنستان ته په کار دی چې له افغانستان سره خپلې بشري او اقتصادي مرستي جاري او په دي نازک پړاو کې د افغانانو لاس نیوی وکړي.
اسلامي امارت غواړي له ورور هیواد ترکمنستان سره داسې تګلاره غوره کړي چې د دواړو هیوادونو د ولسونو په ګټه وي.
ترکمنستان هیواد چې په افغانستان کې کومې اقتصادي پروژې لري لکه د ټاپی ،ټاپ او همداراز فایبر نوري پروژه، اسلامي امارت به بشپړه توګه د یادوپروژو د امنیت د تامین ډاډ ورکوي.
محترم حقاني زیاته کړه:
مونږ وینو چې د امریکا د متحده ایالاتو له لوري د افغانستان د شتمني کنګل کول او جګړه ځپلی افغانستان په اقتصادي محاصره کې ساتل په افغانستان کې د سخت بشري ناورین لامل کیږي. له ترکمنستان هیواد څخه زموږ هیله داده چې له افغان جګړه ځپلي هیواد سره د دغه بشري ناورین په مخنیوي کې مرسته وکړي او د خپلو اقتصادي پروژو په چټک اعمال سره د افغانستان د قتصادي بسیا ینې په لاره کې خپل رول و لوبوي.
د کتنې په پای کې ترکمن لوري هم د امنیت د تامین په برخه کې له محترم حقاني څخه مننه وکړه او نوموړي ته یې له افغانستان سره د خپل هیواد د بشري مرستو او اقتصادي پروژو د چټک اعمال ډاډ ورکړ.