د کورنیو چارو سرپرست وزیر د کندوز ولایت له قومي مشرانو او متنفذینو سره وکتل

hakimi-moi
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۸ - ۱۹:۱۳
1

د کورنیو چارو وزارت سرپرست جنرال عبدالستار میرزکوال د کندوز ولایت د امنیتي وضعیت د څرنګوالي په تړاو د یاد ولایت له قومي مشرانو او متنفذینو سره وکتل.
جنرال عبدالستار میرزکوال د قومي مشرانو او متنفذینو ستونزې واورېدې او د امنیت د ښه والي په برخه کې یې د دوی سلا مشورې ګټورې یادې کړې. 
ښاغلي میرزکوال کندوز مېشتو ته ډاډ ورکړ چې ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه به یې په پوره مېړانې او زړورتیا ترې دفاع کوي او د امنیت د ټینګښت ډاډ یې ورکړ.