د کورنیو چارو سرپرست وزیر د کندهار د امنیتي وضعیت د ارزونې په پار یاد ولایت ته سفر وکړ

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۵ - ۱۲:۱۸
7

د کورنیو چارو وزارت سرپرست جنرال عبدالستار میرزکوال د کندهار ولایت د امنیتي وضعیت او همدارنګه د ملي امنیتي ځواکونو د روانو عملیاتو د څرنګوالي د ارزونې په موخه کندهار ته ولاړ. 
جنرال عبدالستار میرزکوال به د دې سفر په ترڅ کې د کندهار ولایت له نظامي او ملکي مشرتابه او همدارنګه د دې ولایت له مشرانو او متنفذینو سره ناستې ترسره کړي.