د کورنیو چارو سرپرست وزیر د کندهار د امنیتي وضعیت د ارزونې په پار یاد ولایت ته سفر وکړ

jamil-moi
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
۷

د کورنیو چارو وزارت سرپرست حیات الله حیات نن سهار د کندهار ولایت د امنیتي  وضعیت د ارزونې په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.
د دې سفر په ترڅ کې د سیمه‌ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر شمیم خان کټوازی او د ملي امنیت لوی ریاست اوپراتیفي مرستیال هم د کورنیو چارو د سرپرست وزیر ملتیا کوي.
یاد پلاوی به د دې سفر په لړ کې د کندهار ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې سربېره، د ښې حکومتولۍ بهیر هم له نږدې وڅاري.