د کورنیو چارو سرپرست وزیر د پکتیا د امنیتي وضعیت د ارزونې په پار یاد ولایت ته سفر وکړ
د کورنیو چارو وزارت سرپرست جنرال عبدالستار میرزکوال نن سهار د پکتیا ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه دې ولایت ته سفر وکړ.
جنرال عبدالستار میرزکوال په پکتیا کې د دې ولایت له نظامي او ملکي مسوولینو او همدارنګه قومي مشرانو او متنفذینو سره د امنیتي وضعیت د څرنګوالي په اړه بحث او خبرې وکړې او د ملي امنیتي ځواکونو جاري عملیات یې وڅارل.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر په پکتیا کې مسوولینو ته د قوتونو د ځای پر ځای کولو په اړه لازمې سپارښتنې وکړې او د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو پر لا همغږۍ یې ټینګار وکړ.