د کورنیو چارو سرپرست وزیر د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیال سره وکتل

jamil-moi
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۲ - ۹:۱۳
۷

د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات نن له غرمې مخکې په خپل کاري دفتر کې د امنیت او مصوونیت په برخه کې د ملګرو ملتونو د سازمان د سرمنشي له مرستیال ژل میشو او همدارنګه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي دیبورا لاینز سره وکتل. 
د کورنیو چارو وزارت سرپرست په دې کتنه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان د کارکوونکو او استازولیو د امنیت د ټینګښت د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې او په هېواد کې یې د دیپلوماتانو او سیاسي استازولیو د امنیت له ساتنې ډاډ ورکړ. 
ښاغلي حیات د خپلو خبرو په لړ کې د ترهګرو طالبانو د وروستیو جنایتونو په تړاو چې خلکو ته د درنو مالي او ځاني زیانونو لامل شوي، معلومات وړاندې کړل. 
د ملګرو ملتونو د سازمان د سرمنشي مرستیال هم ډاډ ورکړ، چې یاد سازمان به د هېواد له ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځانګړې توګه له ملي پولیسو څخه بشپړ ملاتړ وکړي.