د کورنیو چارو سرپرست وزیر د شهید سمونمل شریف الله چمتو له کورنۍ سره د غمشريکۍ لیدنه وکړه
نن د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي د بادغیس ولایت د امنیه قومندان شهید سمونمل شریف الله چمتو کور ته ورغلی و او د نوموړي کورنۍ ته یې خپل د خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب وړاندې کړي دي.
محمد مسعود اندرابي د شهید چمتو کورنۍ ته د تسلیت تر څنګ ډاډ ورکړی، چې د نوموړي د وژنې عاملین به ډېر ژر نیسي او خپلو سزاوو ته به یې رسوي.
ښاغلي اندرابي د بادغیس د شهید شوي امنیه قومندان کارنامې وستایلې او ویې ویل، چې شهید چمتو د ترهګرۍ په وړاندې په مېړانه درېدلی و او هېڅکله یې هم دښمن ته د دې اجازه نه وه ورکړې، چې د خلکو د امن په وړاندې خنډ شي.
همداراز د کورنیو چارو سرپرست وزیر د شهید چمتو کورنۍ ته دا ډاډ ورکړ، چې د کورنیو چارو وزارت مشرتابه د نوموړي له کورنۍ سره د هر راز همکاریو لپاره تیار دي.
د بادغیس ولایت امنیه قومندان شهید سمونمل شریف الله چمتو د لړم په دوهمه هغه مهال د کابل ښار د پنځمې ناحیې په اړوند سیمو کې په شهادت ورسېدو، چې د رخصتۍ په موخه خپل کور ته راغلی و.