د کورنیو چارو او ملي دفاع سرپرست وزیرانو د غزني ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه دې ولایت ته سفر وکړ.
نن له غرمې مخکې د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي، د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ عمومي قومندان سکاټ مېلر د غزني ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په هدف د دې ولایت له یو شمېر ملکي او نظامی چارواکو سره وکتل.
دې لوړ پوړو امنیتي چارواکو د غزني ولایت په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه په جغتو ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو "مبین" عملیات بریالي یاد کړل او ویې ویل، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو دا عملیات له لاسته راوړنو ډک وو او په ترڅ کې یې دښمن ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د کورنیو چارو او ملي دفاع سرپرست وزیرانو ولسوالیو ته د مواصلاتي لارو د امنیت پر ټینګښت ټینګار وکړ او اړونده چاوراکو ته یې لارښونه وکړه، څو د جغتو ولسوالۍ او د دې ولسوالۍ د قیقاق درې په اړوند سیمو کې د ښه امنیت ساتنې په هدف امنیتي بېزونه جوړ کړي.
ښاغليو اندرابي او خالد د راتلوونکو ولسمشرۍ ټاکنو د امنیت ساتنې په تړاو هم له امنیتي مسوولینو سره خبرې وکړې او دوی ته یي دستور ورکړ، څو په ټاکنو کې د خلکو د ګډون لپاره لازم امنیتي امکانات برابر کړي، تر دې چې خلک وکولای شي په ګډه د خپل هېواد راتلوونکی زعیم په خپله خوښه وټاکي.
د یادونې وړ ده چې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د جمعې په ورځ په غزني ولایت کې د "مبین" تر نامه لاندې عملیات پیل کړل، چې په پایله کې د جغتو ولسوالۍ ټولې برخې د ترهګرو طالبانو له شتونه پاکې کړې او پدې عملیاتو کې يې ترهګرو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.