د کورنیوچارو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي همغږي کوونکي سره و لیدل

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱ - ۱۳:۱۹
سبسبسبسب

د کورنیوچارو سرپرست وزیر ښاغلي خلیفه سراج الدین حقاني افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سرمنشي له ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو او مل پلاوي سره په کابل کې وکتل. 

 دې لیدنه کې ښاغلي سینیرلي اوغلو د افغانستان روان وضعیت ارزونې په اړه وویل: د بېلابېلو هېوادونو له چارواکو سره د لیدنو پر مهال دې پایلې ته رسیدلی، چې هېڅ هېواد افغانستان کې د جګړې غوښتونکی او ملاتړی نه دی. ښاغلي اوغلو د شته ستونزو او خنډونو حل لاره د ښځینه زده کوونکو د زده کړو پر وړاندې د محدودیت له منځه وړل او د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان له خاورې د ګواښ نه رامنځته کېدل یاد کړل. نوموړي هېواد کې د قانون تطبیق، ډاډ من امنیت، د کرنیزو چارو وده او بیا رغونې په برخه کې بنسټیزو پروژو پلې کوول د اسلامي امارت لاسته راوړنو ښکاره بېلګې یادې کړې.

ښاغلي اوغلو وویل: یوناما له نړیوالو سره د افغانستان اړیکو پیاوړتیا، بیا رغونې او له مخدره توکو سره د مبارزې په برخه کې بشپړې همکارۍ ته چمتو او لېواله ده.

ښاغلي سراج الدین حقاني دې لیدنه کې وویل: د نړیوالې سولۍ تامین، د خبرو له لارې د مسایلو حل او بې پرېتوب د ملګرو ملتونو مسوولیت دی؛ افغانانو سره هم باید دې برخه کې لازم ګامونه اوچت شي. نړیواله ټولنه او سازمانونه باید د یو اړخیزو پرېکړو پر ځای پر تفاهم او ډیپلوماتیکو اړیکو ټینګار وکړي. ستونزې او شته خنډونه باید د خبرو له لارې هوار شي. په وینا یې: د اطلاعاتو، تفاهم او اړیکو له لارې ستونزو له منځه وړلو په موخه حل لارې شته دي. قدرمن خلیفه صاحب افغانان د نړیوالې ټولنې د کورنۍ مسؤل غړي یاد کړل او تاکید یې وکړ چې له پامه غورځول یې نباید مطرح وي. 

خلیفه صاحب و ویل: د افغانانو تر منځ شخړې پای ته رسېدلي. د باور جوړونې پړاو دوام لري، پر یو بل د اعتماد کچه لوړه شوې او د یو منظم او متحد هیواد په توګه په هره ساحه کې د بیارغونې چارې روانې دي.  اوسنی نظام د ټولو افغانانو د قربانیو په پایله کې رامنځته شوی او د ټولو په ګډه همکارۍ به چارې پر مخ ځي.
سرپرست وزیر هېواد کې د نشه یي توکو پر وړاندې روانه مبارزه بریالۍ و بلله او په وینا یې حکومت تر دې دمه په دې برخه کې کامیاب دی، خو  هسې چې مخدره توکي د ټولو ملتونو لپاره یو لوی ګواښ دی، مبارزه هم باید د ټولو له لوري ترسره شي. بزګرانو ته بدیل معېشت برخه کې باید مرستې وشي او نورو ساحو کې هم سمې او واقعي همکاري رامنځته شي.