د کورنيو چارو وزارت د دفتر مقام لوی رييس مولوي زين الله عابر د ياد وزارت د عامه اړيکو لوی رياست له مطبوعاتي چارو ليدنه وکړه.

په دې ليدنه کې ښاغلي عابر د کورنيو چارو وزارت د مطبوعاتو چارې له نږدې وليدلې او له شويو فعاليتونو يې خوښي څرګنده کړه.
د عامه اړيکو لوی رييس رحمت الله کاکازاده د مقام د دفتر رييس مولوي زين الله عابر ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، چې د عامه اړيکو لوی رياست خپلو مطبوعاتي چارو ته متوجې دی او په راتلونکي کې د چارو د لا ښه والي لپاره کاري پلانونه لري.