د کندهار پولیسو د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۹ ترهګر او یو انسان تښتوونکی ونیول شول

hakimi-moi
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۹ - ۱۹:۳۲
1

د کندهار ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د کندهار ښار د پنځمې او نهمې حوزو او همدارنګه سپن بولدک ولسوالۍ کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې نهه ترهګر او یو انسان تښتوونکی نیولي دي.
یادو کسانو د کندهار ښار په اړوند سیمو کې د کمین جوړونې او همدارنګه د هدفي وژنو د قضیو په سازماندهي کې فعاله ونډه درلوده.
د یادونې وړ ده چې له نیول شویو کسانو څخه یو میل کلاشینکوف، یوه قبضه تومانچه او څو کړۍ لاسي بمونه هم ترلاسه شوي دي.