د کندهار ولایت د پنجوايي او ارغنداب ولسوالیو امنیتي وضعیت وارزول شو
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالصبور قانع، د وسله والو ځواکونو لوی درستیز سترجنرال محمدیاسین ضیا او د ملي امنیت د لوی ریاست ولایتي مرستیال هلمند، نیمروز او کندهار ولایتونو ته د خپلو سفرونو په دوام تېره ورځ د کندهار ولایت پنجوايي او ارغنداب ولسوالیو ته تللي او په یادو ولسوالیو کې یې د شته امنیتي او دفاعي ځواکونو د احضاراتو کچه او عملیاتي تابیاوې ارزولې دي.
د امنیتي او دفاعي ځواکونو یاد لوړ پوړي هیات د پنجوايي او ارغنداب ولسوالیو امنیتي راپورونه واورېدل او اړونده چارواکو ته یې دستور ورکړ، څو د خلکو د مال او ځان د ساتنې او همدارنګه د امنیت د ټینګښت په برخه کې لا کوټلي ګامونه پورته کړي.
نوموړي هیات د امنیتي او دفاعي ځواکونو ستونزې او اړتیاوې له نږدې واورېدې - وليدې او د رسېدنې په برخو کې یې مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
یادو شویو ولسوالیو ته د لوړ پوړي امنیتي او دفاعي هیات د سفر پر مهال؛ د کندهار والي حیات الله حیات او د کندهار ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال تادین خان اڅکزي هم حضور درلود او د دې ولسوالیو له ځینو مخورو څېرو او قومي مشرانو سره یې هم وکتل.