د کندهار - هرات پر لویه لاره د ترافیکي پیښې له کبله د کورنیو چارو وزارت د خواخوږی پیغام!

moi-af
jhgtbn

په خواشینۍ سره چې نن سهار د کندهار - هرات پر لویه لاره د ترافیکي پیښې له کبله زمونږ یو شمیر هیوادوال شهیدان او یو شمیر نور ټپیان شوي.
یو عراده د تیلو ټانکر له یوې عرادې نقلیه واسطې او یوه موټرسایکل سره د هلمند ولایت، ګرشک ولسوالۍ په یخچال سیمه کې ټکر کړی چې د لومړیو څیړنو له مخې، ۲۱ تنه هیوادوال شهیدان شوي او ۳۸ نور ټپیان دي.
د پولیسو ځواکونه، ژر سیمې ته رسیدلي او د پیښې قربانیانو او ټپیانو ته یې لومړنۍ مرستې رسولي دي.
د کورنیو چارو وزارت شهیدانو ته د دعا تر څنګ ټپیانو ته عاجله روغتیا او د شهیدانو او ټپیانو کورنیو ته د صبر او زغم غوښتنه کوي.
د کورنیو چارو وزارت په راتلونکي کې د داسې پیښو د نه رامنځ ته کیدو په موخه له ټولو ترانسپورتي شرکتونو غواړي چې، مسلکي چلوونکي په کار وګماري او د دې تر څنګ ټولو چلوونکو ته توصیه کیږي چې د ځان او نورو مسافرو د ساتلو په موخه ټول ترافیکي اصول او قوانین مراعات کړي.

مطبوعاتي اعلامیې

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳۱ - ۱۴:۵۰
Background image

خبرتیا!

د هغو موټرسایکلونو مالکینو او متصرفینو ته چې تر اوسه یې موټرسایکلونه جوازسیر او نمبر پلیټ نه لري (ګمرک یا مستوفیت) کې نه دي محصول شوي، یعنې یو کیلي

شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۶ - ۱۰:۷
Background image

د پولیسو اکاډمۍخبرتیا

د پولیسو اکاډۍ د ۱۴۰۳/۱۰/۴ نېټې د خبرتیا په تعقیب چې په یاده اکاډمۍ کې د ماسټرۍ پروګرام د نوملیکنې په موخه خپره شوې وه یو ځل بیا ټولو مینوالو ته خب

Back to announcements