د کندهار د اسلامي پولیسو له روزنیز مرکز څخه د ۴۸۰ تنه پولیسو په فراغت غونډه کې د اسلامي امارت زعیم ګډون وکړ.

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۱۴:۴۳
sfdfdfaaf

یادو مجاهدینو چې دوې میاشتنۍ مسلکي او شرعي زده کړې یې په دغه مرکز کې بشپړې کړې، په فراغت غونډه کې یې د افغانستان اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیر المؤمنین شیخ الحدیث والتفسیر هبة الله اخوندزاده حفظه الله، د ملي دفاع وزیر الحاج مولوي محمدیعقوب مجاهد، د کندهار والي ملا شیرین اخوند، د ځانکړو ځواکونو قوماندان الحاج مولوي امین جان فتح الله، امنیه قوماندان، د کندهار اسخباراتو رئيس، گڼ شمیر علماوو، د کندهار د حوزو امیرینو، ولسوالانو او عامو مسلمانانو گډون کړی و.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ټولو مجاهدینو او مسؤلینو ته ارزښتناکې توصیې او سپارښتنې وکړې، او مجاهدین یې خپلو راتلونکو مسؤلیتونو او دندو ته متوجه کړل، هغه وویل تاسې مه مایوسه کیږي زه تاسې ته ډاډ درکوم، چې اسلامي امارت ورځ تر بلې د ښه کېدو په حال کې دی، له خلکو یې غوښتنه وکړه چې له اسلامي امارت سره اوږه په اوږه ودریږئ.

عالیقدر امیر المؤمنین مجاهدینو ته په خطاب کې وویل چې له ولس سره نېکه رویه وکړئ، د بیت المال ساتنه وکړئ، تکبر او غرور مه کوئ  او په خبره یې چې دا د الله ﷻ امتحان دی کوښښ وکړئ چې په ښه ډول پکې کامیاب شئ.