د کندز پر قلعه زال ولسوالۍ د ترهګرو طالبانو برید په شا وتمبول شو.

rahimzai_moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۵ - ۱۰:۴۷
ب

تېره شپه ترهګرو طالبانو د کندز ولایت پر قلعه زال ولسوالۍ د برید قصد درلود، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له کلک غبرګون سره مخ شو.
د امنیتي او دفاعي ځواکونو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته کې د ترهګرو طالبانو د یوه مهم قومندان "قریشي" په ګډون ۱۸ ترهګر طالبان وژل شوي او اته نور ټپيان دي.
د یادونې ده چې پدې نښته کې له هېواد او خاورې د سپېڅلې دفاع په لار کې درې سرتېري هم شهیدان شوي دي.