د کابل ښار په خیرخانې سیمه کې د یوې ښځې د قتل عاملین ونیول شول

پولیسو د کابل ښار د ۱۵مې ناحیې په اړوند سیمو کې د څو عملیاتو په ترڅ کې دوه وسلهوال غله د یوې څلوېښت کلنې ښځې د قتل په تړاو له یوه بل همکار سره یې یو ځای نیولي دي.
یادو کسانو له کمکي اختر یوه ورځ دمخه د کابل ښار په پينځه سوه فامیلیو سیمه کې د غلا پر مهال یوه ښځه هم د وسلې په زریعه مړه کړې وه.
نیول شوي کسان متکرر او حرفوي غله دي او په کابل ښار کې يې د غلا په ګڼو قضیو کې لاس درلود.