د کابل پولیسو څلور تنه د غلا او چپاولګرۍ په تور نیولي.

rahimzai_moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱/۲۹ - ۱۱:۱۶
1

تېره ورځ د کابل ښار د اتمې حوزې منسوبینو څلور تنه د وژنې، غلا او چپاولګرۍ په تور د دې حوزې په اړوند سیمو کې له پېژندنې وروسته ونیول.
نیول شويو کسانو د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې په وژنو، لاره نیولو او وسله والو غلاوو لاس پورې کوه او له مخکې د پولیسو تر څار لاندې وو.
له یادو کسانو څخه یو میل کلاشینکوف، یو کړۍ لاسي بمب او یو قبضه چاقو د پولیسو لاسته ورغلی دی.