د کابل په ګډون په درېیو ولایتونو کې د نشه‌يي توکو درې کارخونې او زرګونه نشه‌يي ګولۍ کشف شوې، اووه تنه ونیول شول

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۶
adfasas

د بدخشان او هلمند امنیې قومندانیو له نشه‌يي توکو سره د مبارزې شرطې ځواکونو د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې د نشه‌يي توکو د پروسس درې کارخونې، له  خامو نشه‌یي توکو او په یادو توکو کې له کاریدونکو توکو سره کشف او وروسته سوځولي دي.
له بل لوري، کابل امنیې قومندانۍ له نشه‌يي توکو سره د مبارزې ځواکونو د څو جلا اقداماتو په ترڅ کې ۴ زره او ۳۵۰ دانې نشه‌يي ګولۍ د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې لاسته راوړي دي. 
دا راز اووه تنه نور هم د نشه‌يي توکو د تولید او خرڅلاو په تړاو نیول شوي چې د لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.