د څلورو اقتصادي پروژو د امنیت د تأمین قرارداد لاسلیک شو
د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې امنیتي تصدۍ معینیت او د کانونو او پټرولیم وزارت ترمنځ د هېواد د څلورو مهمو اقتصادي پروژو د امنیت تأمین قرارداد لاسلیک شو.
د دغه قرارداد له مخې، د عامه ساتنې امنیتي تصدۍ معینیت به د خپلو مسلکي او روزل شویو امنیتي ساتونکو له لارې د مس عینک کان، د بدخشان د لاجوردو کان، د شبرغان–مزار د ګازو نللیکې او آمو سیند پروژو امنیت تأمینوي، ترڅو د دغو اقتصادي پروژو چارې په خوندي او ډاډمن چاپېریال کې پرمخ ولاړې شي.
یاد قرارداد د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې امنیتي تصدۍ معین، الحاج مولوي سعیدالله حماس، او د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو معین، شیخ عبدالرحمن قانت، له لوري لاسلیک شو.