د ځانګړو ځواکونو سلګونه تنه مجاهدین د مسلکي او اختصاصي زده کړو وروسته فارغ شول

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۱:۷
rtrte

د کورنیو چارو وزارت د ځانګړو ځواکونو د شکارکلا او بلخ روزنیزو مرکزونو څخه ۸۰۲ تنه د ساتنمنۍ اساساتو، مسلکي او اختصاصي زده کړو له بشپړولو وروسته فارغ شول.

د معلوماتو له مخې، د ځانګړو ځواکونو د لوګر د شکارکلا روزنیز مرکز په فراغت مراسمو کې ۶۵۳ تنه، چې ۳۶۹ تنه یې د اختصاصي دورې او ۲۸۴ تنه یې د مسلکي دورې زده‌کوونکي وو، فارغ شول.

یادو فارغانو د ساتنمنۍ اساساتو او د اختصاصي دورې شپنیو عملیاتو په ګډون، په ډرېورۍ، میډیک، تکتیک، ثقیله وسلو، کشفي وړتیاوو لوړونې، مخابرو او پرنټر ترمیم برخو کې زده کړې ترلاسه کړې دي.

د یادو روزنیزو پروګرامونو موخه د ځانګړو ځواکونو د منسوبینو د مسلکي او اختصاصي وړتیاوو لوړول او د هغوی د دندو د لا اغېزمن ترسره کولو لپاره د اړتیا وړ مهارتونو پیاوړتیا بلل شوې ده.

په ورته مهال، د بلخ روزنیز مرکز په فراغت مراسمو کې هم ۱۴۹ تنه د اړوندو مسلکي او اختصاصي زده کړو له بشپړولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل، چې په دې سره د لوګر د شکارکلا او بلخ له روزنیزو مرکزونو څخه د فارغ شویو ځانګړو ځواکونو ټول شمېر ۸۰۲ تنو ته ورسېد.