د پکتیا پولیسو په یوه پلورنځي کې ځای پر ځای شوی ماین کشف او خنثی کړ.

hakimi-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۱۱/۲۳ - ۱۷:۳۴

د پکتیا ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې د ملي پولیسو له خوا، په یوه پلورنځي کې ځای پر ځای شوی ماین کشف او خنثی شو.
له دې سره؛ د پکتیا ولایت د کرمایشي په سیمه کې، ملي پولیسو د کشفي راپوورنو په اساس، هغه ماین کشف او خنثی کړ چې د طالب ترهګرو له خوا د ولسي وګړو د وژنې په موخه خښ کړی شوی و.