د پکتیا میرزکه ولسوالۍ د ترهګرو طالبانو له ولکې ازاده شوه
نن ماښام ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د پکتیا ولایت میرزکه ولسوالۍ د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو له کنتروله ازاده کړه.
پدې عملیاتو کې د ترهګرو یو اندازه وسلې او مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د یادونې وړ ده چې وړمه ورځ د پکتیا ولایت احمدابا او سیدکرم ولسوالۍ هم د ترهګرو طالبانو له شتونه پاکې شوې دي.