د پولیسو ښوونیز نصاب ته د بیاکتنې او پیاوړتیا د نظر ارزونې سیمینار پرانیستل شو

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۷ - ۱۲:۳۹
8

د کورنیو چارو وزارت د ښوونې او روزنې د لویې قوماندانۍ لخوا تېره ورځ د پولیسو ښوونیز نصاب ته د بیاکتنې او پیاوړتیا د ارزونې په پار د نظر ارزونې سیمنیار د کابل ښار په کانټینېنټال هوټل کې پرانیستل شو.
په یاد سیمینار کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر، د ولسي جرګې – مشرانو جرګې ځینو غړو، د وزارتونو مرستیالانو، د پوهنتونونو استادانو، د مدني ټولنې استازو او د کورنیو چارو وزارت یو شمېر جنرالانو ګډون کړی و.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمدمسعود اندرابي په یاد سیمینار کې له ګډونوالو د مننې سربېره؛ وویل چې کورنیو چارو وزارت په پام کې لري، څو مسلکي او تخصصي پولیس ټولنې ته وړاندې کړي او له همدې امله اړتیا ده څو اوسنیو شرایطو ته په کتو د پولیسو معیاري او ځواب ویونکی ښوونیز نصاب رامنځته شي.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر وویل، چې د هېواد د ملي پولیسو د ښوونیز نصاب په بیاکتنه کې د خلکو نظرونه اړین او جوړوونکي دي او د پولیسو ښوونیز او روزنیز بنسټونه کولای شي، څو د دې ځواکونو په تخصصي کولو کې رغنده رول ولوبوي.
ورپسې؛ د کورنیو چارو وزارت د ښوونې او پرسونل معین لوی ‌پاسوال محمدانور بریپال دا سیمینار د پولیسو د ښوونیز نصاب د پیاوتیا په برخه کې ښه موکه یاده کړه او زیاته یې کړه، چې د پولیسو په ښوونیز او روزنیز نصاب کې د مدني ټولنې د استازو، حکومتي بنسټونو او ښاریانو نظرونه د پاملرنې او ارزښت وړ دي او د کورنیو چارو وزارت مشرتابه به د دې نظرونو په روښنايۍ کې ګام پورته کړي.
همداراز؛ د ښوونې او روزنې لوی قوماندان سمونوال محمدمصطفی نورستاني وویل، چې د پولیسو څېړنیزو ټیمونو په مرکز او ولایتونو کې د پولیسو د ښوونیز نصاب د پیاوتیا او غني کېدو په پار له اتو میاشتو راهیسې د ټولنې له ګڼو پوړونو سره مرکې کړې او په همدې برخه کې د څه باندې اوه زره خلکو وړاندیزونه او نظرونه ترلاسه شوي دي.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمدمسعود اندرابي تر دې دمخه مسوولینو ته دستور ورکړی و، چې د مسلکي او متخصصو منسوبینو د زیاتېدو لپاره د پولیسو په ښوونیز نصاب کې د بیاکتنې او د نظر د ارزونې په موخه له بېلابېلو ټولنیزو پوړونو سره خبرې وکړي او د دوی د غوښتنو او د اوسني وخت له اړتیاو سره سم ښوونیز نصاب جوړ کړي.