د پولیسو بریا د خلکو له مستقیمې همکارۍ سره تړلې
![7](/sites/default/files/2021-05/185057481_2009915705812983_370474005635446300_n_16.jpg)
د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات فراه ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په ولسي جرګه کې د یاد ولایت له وکیلانو، متنفذینو، ځوانانو او د مدني ټولنې له غړو سره وکتل او د پولیسو د چارو او همدارنګه د قانون د تنفیذ په برخو کې یې د دوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست د خلکو له بېلابېلو پوړونو سره د کتنې په ترڅ کې د پولیسو د کړنو پر ښه والي ټینګار وکړ او د پولیسو بریا یې د خلکو له مستقیمې همکارۍ سره تړلې یاده کړه.
ښاغلي حیات مسوولینو ته لارښوونه وکړه، څو له خلکو سره د دوامداره مشورتي ناستو په وسیله د دوی ستونزې واوري او د حل په موخه یې اقدام وکړي.