د پلټنې لوی ریاست لسګونه منسوبین د ظرفیت لوړونې له سیمینار څخه فارغ شول.

هغه غونډه چې په همدې موخه جوړه شوې وه، د یاد ریاست رییس پاسوال مولوي عتیق الله حقاني په خپلو خبرو کې له فارغو شویو منسوبینو وغوښتل چې خپل کارونه په صادقانه ډول مخ ته یوسي او اداري پرنسیبونو ته پوره پاملرنه وکړي تر څو خپل دیني، ملي او وجداني مسوولیت یې ادا کړي.
وروسته د یاد روزنیز سیمینار ګډونوالو هم خبرې وکړې او د داسې سیمینارونو جوړول یې اړین یاد کړل.
د غونډې په پای کې په فارغ شویو منسوبینو د فراغت سندونه وویشل شول.