د پروان پخوانی والي د کورنیو چارو سرپرست وزیر د امنیتي سلاکار په توګه وټاکل شو
په همدې تړاو یوه غونډه کې چې د وزارت مقام د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه د پروان پخوانی والي مولوي قدرتالله امیني د عامه اړیکو لوی رییس مولوي رحمت الله کاکا زاده له لورې د کورنیو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیفه سراج الدین حقاني د نوي امنیتي سلاکار په توګه معرفي او په دنده یې پیل وکړ. د عامه اړیکو لوی رییس د ښاغلي امیني د تېر جهاد نظامي تجربې وستایلې او په دغه ډګر کې یې د نوموړي پخوانیو تجربو ته په اشاري وویل، چې کورنیو چارو وزارت به د ښاغلي امیني له تجربو ګټه پورته کړي.